راولپنډۍ کې د افغانستاني کډوالو د نیولو لپاره ځانګړې واحد جوړ شو

د پاکستان له خوا د افغانستاني کډوالو پر ضد د فشارونو په دوام کې، د راولپنډۍ پولیسو یو ځانګړی واحد جوړ کړی چې له څو عملیاتي ټیمونو څخه تشکیل شوی او اصلي دنده یې، ورځنی د کډوالو نیول او هغوی موقتي توقیفځایونو ته انتقالول دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ځانګړی واحد له ۱۳ ټیمونو جوړ دی. هر ټیم له څلورو پولیسو افسرانو، یوه پیاده کشاف، د ترهګرۍ ضد څانګې، امنیتي استخباراتو، او د ځانګړې پولیسو د څانګې میداني کارکوونکو استازو څخه جوړ شوی دی.
د راولپنډۍ یوې لوړرتبې پولیس چارواکي ویلي، چې له مخکېنیو ناکامو اقدامونو وروسته، اوس تمرکز پر دې دی چې له خوا د نوو جوړو شویو ټیمونو ورځني منظم عملیات ترسره شي څو بې اسناده مهاجر ونیول شي. ده و ویل، چې پخوا پولیسو هیله من نتایج نه وو ترلاسه کړي.
ټاکل شوی افسران دې ته مکلف شوي چې له نورو دندو څخه ځان وساتي څو ټول تمرکز یې د افغانستاني مهاجرو په نیولو وي. همداراز، یوه ځانګړې فورمه هم جوړه شوې چې پکې د نیونو معلومات ثبتېږي او باید تر ماښام ۹ بجو پورې مرکزي ادارې ته وسپارل شي.
دا ګام د هغو نویو سیاسي او امنیتي فشارونو برخه ده چې پاکستان پر افغانستاني مهاجرو واردوي. سره له دې چې زرګونه افغانستاني کورنۍ له تېرو څو لسیزو راهیسې په زوره یا خوښه پاکستان ته تللي دي، اوس د طالبانو د حکومت له لورې د اغېزناکې مرستې نشتون او د پاکستان لخوا د سختو اقداماتو له امله، د دوی وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.




