اسرائیلي پوځ کې د عسکري خدمت موده څلور میاشتو ته اوږدېږي

د اسرائیل د اوسني حکومت لوړپوړو چارواکو یو وړاندیز کړی چې له مخې به د دغه هېواد د پوځ عسکري خدمتجبري موده زیاته شي. د «معاریو» ورځپاڼې د رسمي سرچینو په حواله راپور ورکړل شوی چې د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتز او د مالیې وزیر بتسلئیل اسموتریچ وړاندیز کړی چې د عسکري خدمت موده له ۳۲ میاشتو څخه ۳۶ میاشتو ته وغځول شي.
دا بدلون به د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل سره عملي شي او هغو سرتېرو ته به تطبیق شي چې ټاکل شوې وه په همدې کال کې یې خدمت پای ته ورسېږي. له دې سره به زرګونه سرتېري تر څلور نورو میاشتو پورې د اسرائیلو په پوځ کې پاتې شي.
یسرائیل کاتز په یوه اعلامیه کې ویلي، دا طرحه د دولتي عملياتي لګښتونو د کمولو او د پوځ د بشري منابعو د ښه کارونې لپاره ده. په عین حال کې، د داخلي سرچینو د راپور پر بنسټ، د اسرائیل حکومت پلان لري چې د احتیاطي ځواکونو شمېر له ۶۰ زرو څخه ۴۰ زرو ته راکم کړي.
د عسکري خدمت جبري تمدید او د احتیاطي عسکرو شمېر کمول د دې نښې بلل شوي چې اسرائیلي پوځ له اقتصادي فشارونو او د جوړښت له پراخو ستونزو سره مخ دی. دا حالت کیدای شي په اشغال شوو سیمو کې د ټولنیزو اعتراضونو او نوي سیاسي کړکېچونو لامل شي.




