په فاریاب کې د ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي

په فاریاب ولایت کې د یوې خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله نهه تنه ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه پېښه د پشتونکوت ولسوالۍ په «رهی» کلي کې د کوتل گردنه په سیمه کې د چهارشنبې ورځ، د قوس پنځمه نېټه، شاوخوا لس بجې مخکې له غرمې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د پېښې موټر چې قربانیان پکې سپاره و، له کوتل څخه د ښکته کېدو پر مهال کنټرول له لاسه ورکړی او چپه شوی دی.
د پېښې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ۱۶ کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي. سیمهییز طالب چارواکي وایي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې ټپیان د خلکو په مرسته د «میاندره» د سیمې روغتیایي مرکز او میمنې ښار مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي. ویل شوي چې ډېری قربانیان د المار ولسوالۍ د تیموري کلي اوسېدونکي وو چې د رهی کلي پر لور روان وو.
د فاریاب طالبان وايي چې د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکي بېاحتیاطي د دې پېښې اصلي لاملونه دي. خلک شکایت کوي چې د ترانسپورتي بنسټونو د بیا رغونې مؤثرې پروګرامونه نشته او د وسایطو د تګ راتګ پر جدي نظارت هم نیوکې کېږي.
د دې ډول پېښو پر زیاتوالي سره، د طالبانو د ادارې د ناتوانۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي چې نه شي کولای د سړکونو امنیت تأمین کړي او د خلکو ژوند خوندي وساتي.




