حماس: اسرائیل د غزې د اوربند هوکړه نقض کړې ده

په داسې حال کې چې د فلسطیني ځواکونو او اسرائیل ترمنځ په غزه کې موقتي اوربند روان دی، سیمهییزو چارواکو ادعا کړې چې اسرائیل د دې هوکړې مواد نقض کړي دي. د غزې د محلي ادارې د اطلاعاتو څانګې مسؤول ویلي چې د هوکړې پر اساس باید هره ورځ ۶۰۰ باروړونکي موټرونه دې سیمې ته ننوتلی وای، خو یوازې ۲۰۰ موټرونه غزې ته رسېدلي دي.
نوموړي د غزې د بشري بحران په اړه ویلي چې د دې سیمې له ۹۰ سلنې زیات اوسېدونکي د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي، خو د اسرائیل ادارې لاهم اجازه نه ده ورکړې چې بشري او بنسټیزې مرستې دې سیمې ته داخل شي. هغه خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، نو ښايي یوه پراخه فاجعه رامنځته شي.
دا نیوکې وروسته له هغې مطرح شوې دي چې د فلسطیني چارواکو په وینا، د حماس ډلې سره له دې چې د اوربند پر مفادو پابنده ده — له هغې ډلې د اسرائیلي اسیرانو، ژوندي یا مړو، سپارل — اسرائیلي ځواکونه نه یوازې خپلې ژمنې پوره کړې نه دي، بلکې خپلې تکراري حملې پر غزه یې هم نه دي درولي.
غزه د نړۍ له ګڼ مېشتو سیمو څخه ګڼل کېږي، چې له کلونو راهیسې د اسرائیل تر محاصرې لاندې ده. نړیوالو ادارو څو ځله د دې سیمې د خراب وضعیت او عاجلو مرستو د اړتیا خبرداری ورکړی دی. د اوربند د شرطونو نه رعایت د شخړو د بیا شدت او د بشري وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.




