ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو ناوړه اغېزو ته خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې یا UNDP د افغان کډوالو له ګاونډیو هېوادونو څخه د پراخې بېرته راستنېدنې له امله د افغانستان د بیا رغونې پر بهیر باندې د ژورې اغېزې خبرداری ورکړی دی.
په دې ادارې تازه راپور کې ویل شوي چې په تېرو دوو کلونو کې له ۲.۳ میلیونو زیات افغان کډوال اړ شوي دي چې له هېوادونو کورونو ته بېرته ستانه شي. دا ډلهییز بېرته راتګ، له داخلي اقتصادي کړکېچونو او طبیعي پېښو سره یوځای، د هېواد د بیا رغونې وړتیاوې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې استازي، استفن رودریګز، ټینګار کړی چې د مهاجرت د بېرته راستنېدونکو بېساري شمېر په داسې حال کې چې هېواد سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دی، پراخ او بنسټیزو حللارو ته اړتیا لري. هغه ویلي: “روښانه ده چې موږ پراخو او ژورو ځوابونو ته اړتیا لرو.”
د دې سازمان د کړکېچونو د دفتر مشره، شوکو نودا، د بېرته راستنېدونکو ښځو پر وضعیت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ښځې که څه هم د ژوند له سره پیل کوي، خو له کورنۍ او ټولنې ډیرو ستونزو سره مخ دي. هغې ویلي، دې وضعیت ته رسېدنه باید له عاجلو بشري مرستو هاخوا وي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د همکاریو مشر، اریک بیوم، ویلي چې د ملي پرمختیایي طرحه راڅرګنده شوې او دا سند به د نړۍوالې ټولنې د راتلونکو ملاتړونو لپاره مهمه نقشه وي.
د جاپان سفیر هم ویلي، هېواد یې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د ملاتړ په برخه کې خپل تعهد ته ژمن دی.
بلخوا په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاجالدین ایووالي، د هېواد د ښوونې او روزنې سیسټم باندې د وارد فشار په اړه اندېښنه ښودلې ده. هغه ویلي چې د بېرته راستنېدو وروسته ډېری ماشومان اړ شوي چې کار وکړي، چې دا چاره د اندېښنې وړ ده. د نوموړي په وینا، په ځینو سیمو کې تر ۳۰ سلنه بېرته راستنېدونکي ماشومان درنو کارونو ته اړ شوي، چې دا د ښوونیزو او ټولنیزو جوړښتونو پر اوږو سخت بار اچوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان ټینګار کوي چې پرته له یوې ټولشموله تګلارې او د نړۍوالې ټولنې له عملي ملاتړ پرته، د کډوالو بېرته ستنیدنه به د بیا رغونې زمینه نه برابروي بلکې د کړکېچونو د ژورتیا خطر به زیات کړي؛ په ځانګړې توګه د داسې وضعیت په شتون کې چې د طالبانو اداره نه شي کولای دا ننګونې مدیریت کړي او دا حالت د جوړښتونو د نسکورېدو لړۍ نوره هم چټکوي.




