د میمنې ښار مساحت په ۲۵ کلونو کې درې برابره شوی

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې ادارې (یونهابیتات) ویلي چې د فاریاب ولایت مرکز میمنه ښار په تېرو ۲۵ کلونو کې د ښاري پراختیا له پلوه ستر پرمختګ کړی، او د ښار مساحت نږدې درې چنده زیات شوی دی.
یادې ادارې ټینګار کړی چې ښاري پراختیا کولای شي فرصتونه رامنځته کړي، خو دا کار یوازې هغه وخت مثمر تمامېدای شي چې د دقیق پلان او مدیریت سره مل وي. که دا کار بېبرخې ترسره شي، نو بنسټیز خدمات لکه اوبه، برېښنا، روغتیا او تعلیمات له خنډ سره مخ کېږي او د ښار په شاوخوا کې غیر رسمي ابادۍ ډېرېږي.
یونهابیتات خبرداری ورکړی چې که ښارونه مسؤل مدیریت ونه لري، غیر رسمي جوړښتونه به پراخ شي، چې دا به د اقتصادي، ټولنیزو او محیطی ستونزو لامل شي.
سره له دې چې د افغانستان ښارونه د دوامدار پرمختګ لپاره محرک کیدلای شي، خو د طالبانو تر ادارې لاندې د معتبرې ادارې او تخنیکي وړتیاوو نشتوالی، د مؤثرو ښاري تګلارو په جوړېدو کې خنډ جوړ کړی. دا وضعیت د ښاریانو لپاره د یوه عادلانه او د ژوند وړ ښاري چاپېریال هیله له ګواښ سره مخ کړې ده.
د ملګرو ملتونو دفتر وړاندیز کړی چې اړینه ده چې ښارونه لکه میمنه د یوه پایدار، فراخ او ټولوشموله لیدلوري له مخې بیا ډیزاین شي، څو د خلکو پرلهپسې اړتیاوو ته ځواب ورکړای شي.




