امنیت او پېښېمهم خبرونه

په څو ولایتونو کې د غلا او قمار په تور د ګڼو کسانو نیول

د طالبانو اداره وایي چې د دې ډلې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په یو شمېر ولایتونو کې کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. د راپورونو له مخې، اووه تنه په فاریاب ولایت کې د قمار وهلو په شک، څلور تنه په هرات کې د غلا په تور، او څلور تنه نور په نیمروز ولایت کې د څلورو موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیول شوي دي.

د دغو نیونو تر څنګ، د طالبانو د پولیسو اداره دعوه کوي چې په غزني ولایت کې یې یوه اندازه وسله کشف او ضبط کړې، او همداراز له جوزجان ولایت څخه یې دوه فیره د توپ دیسې مرمۍ ترلاسه کړي دي.

دا اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو د ادارې له خوا د نیول شویو کسانو سره د قانوني چلند، قضایي شفافیت او د هغوی د بنسټیزو حقونو د رعایت په تړاو جدي اندېښنې موجودې دي. ګڼ شمېر نړیوالې ادارې او د بشر حقونو ملاتړي د طالبانو تر ادارې لاندې د اختیاري نیونو، شکنجو او د قانوني بهیر نه شتون په اړه اندېښنه ښيي.

کارپوهان هم یادونه کوي چې پرته له یو خپلواک او ځواب ورکوونکي عدلي نظامه، د جرمونو پر وړاندې مبارزه نه یوازې مؤثره نه ده، بلکې دا به یو د سرکوب او د خلکو د ازادیو د محدودولو وسیله هم شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button