دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

ټرمپ او محمد بن سلمان په واشنګټن کې ولیدل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په بیضي دفتر کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل. په دې غونډه کې پر اقتصادي همکاریو، د وسلو پر پلور او سیمه‌ییزو تحولاتو تمرکز وشو.

ټرمپ د سعودي ولیعهد خپل «نږدې دوست» وباله او د هغه د حضور هرکلی یې وکړ. نوموړي وویل، سعودي تر اوسه په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالره پانګونه کړې او تمه ده چې دا کچه یو تریلیون ډالرو ته لوړه شي. ټرمپ وویل، هېواد يې چمتو دی چې سعودي ته F-35 جنګي الوتکې وپلوري، او امکان لري چې دواړه هېوادونه د اټومي انرژۍ په برخه کې هم هوکړې ته ورسېږي.

په سیاسي او امنیتي برخه کې ټرمپ سعودي یو «ریښتینی متحد» یاد کړ او ویې ویل چې ریاض د امریکا د نظامي وړتیا لوړولو هڅې ملاتړ کوي. هغه د امریکا او سعودي اړیکې «تر تولو ښې» وبللې. سره له دې، دا اړیکې چې زیاتره د لویو اقتصادي او نظامي معاملو پر محور راڅرخي، د بشري حقونو د سازمانونو له‌خوا د یمن په جګړه کې د سعودي رول، د بشري حقونو د فعالانو پر ضد فشارونو او د خبریال جمال خاشقچي د قتل له امله سختې نیوکې شوي دي.

ټرمپ د خپلو څرګندونو په دوام کې د ونزوئلا د کړکېچ په اړه وویل چې غواړي له نیکولاس مادورو سره خبرې وکړي، خو ادعا یې وکړه چې د ونزوئلا دولت له امریکا سره ښه چلند نه‌دی کړی. هغه وویل ایران هڅه کوي له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي، خو باید دغه هېواد ته د اټومي وسلو جوړولو اجازه ورنه‌کړل شي.

په کورنیو جنجالي مسایلو کې ټرمپ له جفري اپستین، هغه پانګوال چې د انسان قاچاق او جنسي سو استفادې تورونه پرې لګول شوي، سره هر ډول اړیکه رد کړه او هغه یې «منحرف او ناروغ» وبللو. نوموړي دا هم وویل چې اپستین یې ټاکنیزې کمپاین ته هېڅ مالي مرسته نه‌ده کړې.

ولسمشر ټرمپ همداراز وویل، دی به د G20 هېوادونو د سرمشریزې په ناسته کې، چې تمه ده په سویلي افریقا کې ترسره شي، ګډون ونه‌کړي. هغه د دې پرېکړې دلیل د سویلي افریقا «نامناسب چلند» یاد کړ چې د نړیوالو شخړو په اړه يې ښودلی.

محمد بن سلمان په خپلو خبرو کې وویل چې سعودي غواړي له امریکا سره ګډ راتلونکی ولري، او پلان لري چې په دې هېواد کې خپلې پانګونې تر یو تریلیون ډالرو ورسوي. هغه د خپل هېواد د هڅو یادونه وکړه چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پرمختګ وکړي او د فلسطین او اسرائیلو د شخړې د دوو دولتونو د حل لارې په اړه خبرې اترې وکړي. ده وویل چې ریاض غواړي د غزې د بیا رغونې په بهیر کې اغېزمن رول ولري، خو لا تراوسه د دې مرستې لپاره کومه کره اندازه نه‌ده اعلان شوې.

سره له دې چې ټرمپ د سعودي د بشري حقونو د پرمختګ یادونه وکړه، خو نړیوالو ادارو د بشري حقونو د پراخو نقضونو، چې د سعودي خبریال جمال خاشقچي د وژنې په څېر پیښې پکې شاملې دي، له امله د ولیعهد پر رول سختې نیوکې کړي دي. د بن سلمان دا سفر داسې مهال کېږي چې د سیمې خلک لا هم د جګړې او فقر له امله ځوریږي، او دا ډول لیدنې تر ډېره د اقتصادي او امنیتي معاملو لپاره تر سره کېږي، نه د خلکو د اصلي غوښتنو د پوره کولو لپاره.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button