اقتصادمهم خبرونه

افغان پنبه لومړی ځل روسیې ته صادر شو

په لومړي ځل د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په تاریخ کې، یوه پنبه ییزه محموله له افغانستان څخه روسیې ته صادره شوې ده. د روسیې دولتي تلویزیون «آر‌ټي‌وي» د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) راپور ورکړی چې د دې ازمایښتي محمولې وزن ۴۵ ټنه دی او دا د روسیې په ایوانوو ولایت کې د نساجۍ شرکتونو ګودامونو ته رسېدلې ده.

یاده محموله د روسیې د «پریم‌تکس» په نوم یوه وارداتي شرکت له لوري راوړل شوې ده، چې د نساجۍ برخې لپاره د خامو موادو وارداتي شرکت دی. د دې شرکت مدیر، دمیتري باکارینوف، ویلي چې دا وارداتي وړاندیز د ازبکستاني همکارانو له خوا شوی و، او وروسته له هغه چې د افغان پنبه د تخنیکي ازموینو پایلې ترلاسه شوې، دوې ازمایښتي محمولې روسیې ته ولیږدول شوې.

د روسیې د کرنیزو تولیداتو د نظارت اداره «آر‌ټي‌وي» ته تأیید کړې چې روسیه تر دې وړاندې له افغانستان څخه د پنبه وارداتو سابقه نه لرله. باکارینوف زیاته کړې، دا مهال د افغان پنبه کیفیت له خوا د روسي فابریکو ارزول کېږي، او که کیفیت یې ثابت او بیه‌يې مناسب ثابته شي، ښایي واردات پراخ شي.

نوموړي همداراز ویلي چې راتلونکي کې پلان لري نه یوازې پنبه، بلکې هغه افغان پنبه چې په ازبکستان کې پر نخ تبدیل شوي، هم روسیې ته صادر کړي. که دا پروسه عملي شي، د افغانستان، ازبکستان او روسیې ترمنځ به د درې‌اړخیزو همکاریو یوه نوې څپرکی پرانیزي.

پنبه په افغانستان کې تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو لکه بلخ، کندز او جوزجان کې کرل کېږي. دا ولایتونه د اوږده فایبر لرونکې پنبه له کبله شهرت لري چې اوږدوالي یې تر ۳۵ میلی‌متره رسېږي او د ممتازو ټوکرونو د تولید لپاره کارول کېږي.

نورالدین عزیزی، چې دا مهال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دی، له دې وړاندې د غبرګولي میاشت کې له روسي رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي و چې افغانستان چمتو دی چې بېلابېل محصولات لکه میوه، زعفران، غالۍ او پنبه روسیې ته صادر کړي. ده له روسي شرکتونو هم غوښتي و چې د افغانستان په کانونو، کرنې او انرژۍ برخو کې پانګونه وکړي.

راپور زیاته کړې چې طالبان غواړي روسیې ته صادرات زیات شي؛ له بلې خوا، روسیه هم افغانستان ته نفت، ګاز او غنم صادروي. خو د صادراتو په برخه کې د شفافیت نشتون، د معیاري بنسټونو کمښت، او داسې حکومت چې نړیوال مشروعیت نه لري، د دا راز اړیکو د دوام په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button