اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو وزیر د هند د خوراکي توکو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

نورالدین عزیزی، د طالبانو ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د خپلې رسمي سفر په ترڅ کې د هندوستان پلازمېنې نوي‌ډیلي ته، د پراګتي میدان نړیوال نندارتون کې د افغانستاني شرکتونو له غرفو څخه لیدنه وکړه او له دغو شرکتونو له استازو سره یې کتنې وکړې.

د رسمي سرچینو په وینا، عزیزی د دې لیدنې پر مهال د افغانستاني شرکتونو فعالیتونه او لاسته راوړنې وڅېړلې او د دوی له ستونزو څخه هم خبر شو. افغان سوداګرو له هند سره له تجارت څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه، خو د بانکي، ګمرکي او مقرراتي برخو کې یې له ګڼو ننګونو شکایت وکړ.

عزیزي ژمنه وکړه چې دا یادې ستونزې به له هندي چارواکو سره مطرح کړي او د افغان سوداګرو ستونزو د حل لپاره به لازم تعقیب وکړي.

همداراز، نوموړي د هند د سوداګرۍ د پراختیا له ادارې له مسئولینو سره جلا کتنه هم ترسره کړه. په دې لیدنه کې دواړو لورو په نوي ډیلي او کابل کې د ګډو نندارتونونو د جوړولو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیا، نندارتونونو کې د افغان شرکتونو لپاره د ځانګړو برخو د جوړولو او د سوداګریزو همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ.

که څه هم د طالبانو اداره دا لیدنې د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له هند سره، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا هڅه بولي، خو د بانکي نظام د نه شفافیت او پر دې اداره د نړیوالو فشارونو له امله، د دغو همکاریو راتلونکی له جدي پوښتنو سره مخ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button